د فلادلفیا په ښار کې د ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د فلاډلفیا د پولیسو د څانګې ویاند اعلان وکړ چې تېره شپه په دې سیمه کې ډزې شوې دي او لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. رویټرز ته په یوه بریښنالیک کې، هغه ویلي چې له ډزو لږ وروسته، پولیس د پیښې ځای ته واستول شول او شکمن کس یې ونیول. پولیسو د پېښې ځای ته څېرمه په کوڅه کې یو ټوپک او یو ریوالور هم موندلی دی. تر اوسه د دې پېښې په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.