په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوتزل اعلان وکړ چې دغه سازمان د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د پله په توګه کار کوي او هڅه کوي چې د کابل له حکومت سره له انزوا څخه د وتلو په برخه کې مرسته وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوتزل له افغان حکومت سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې موږ باید له واقعیتونو سره مخامخ شو ځکه چې طالبان تقریباً ټول هیواد کنټرولوي او دا د هغوی لپاره یو فرصت دی چې په افغانستان کې ثبات او سوله رامنځته کړي او خلکو ته خدمات وړاندې کړي. پوتزل دا هم وویل چې ملګري ملتونه په ټول هیواد کې د ۱۱ ساحوي دفترونو په درلودلو سره په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې سترګې او غوږونه دي او کولای شي د افغانستان پیغامونه بهرنۍ نړۍ ته ورسوي او برعکس.