په دې رسمي ناسته کې په کابل کې د ایران سفیر او د ننګرهار والي د افغانستان په اقتصاد، سوداګرۍ، پوهنې، کرنې، روغتیا او د کډوالو چارو په اړه خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه ولايت والي محمد رباني ناصح، په افغانستان کې د ايران له سفير او استازي حسن کاظمي قمي او په افغانستان کې د دغه هېواد د ډيپلوماټيکو ماموريت له مشرانو سره وکتل.