د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه د سوډان د وضعیت په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه او د هر اړخیزې شخړې د پای ته رسیدو غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي طه په سوډان کې د هر ډول تاوتریخوالي او جګړې د بندولو غوښتنه وکړه او د لوى اختر پر مهال يې د وينې تويېدنې پر مخنيوي ټينګار وکړ چی جګړه باید ودرول شي او مرستندویه سازمانونو ته باید اجازه ورکړل شي چې خپلې دندې ترسره کړي ترڅو د سوډان په ټولو سیمو کې اغیزمنو سیمو ته سمدستي بشري مرستې ورسوي.