د معمار پرس د خبر له مخې؛ په ایټالیا کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د راپورونو له مخې د یونان په سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۷۸ تنه افغان او پاکستاني اتباع مړه شوي دي.
د یونان حکومتي ژغورونکو ډلو، اروپايي ټولنې، د ملګرو ملتونو سازمان او مرستندویه ادارو له خوا د کښتۍ د سپرلیو د ژغورلو هڅې روانې دي او تر اوسه ۱۰۴ کسان ژغورل شوي او تر درملنې لاندې دي.