د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د مرکزي سپوږمۍ لیدو کمیټې د دوشنبې په ورځ (د جوزا ۲۹) د ذوالحجې میاشتې لومړۍ نیټه اعلان کړه، نو راتلونکې چهارشنبه د سرطان ۷مه د ذوالحجې میاشتې له لسمې نیټې سره برابره ده، چې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
تر دې مخکې د طالبانو د سترې محکمې د سپوږمۍ د لیدو مرکزي کمېټې د یو شمېر اسلامي هېوادونو په څېر په ورته وخت کې د ثور لومړۍ نېټه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه خو شیعه تقلید چارواکو د سپوږمۍ د نه لیدلو له امله د ثور دوهمه د شنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.