د ملي مقاومت د شورا په نوم د طالبانو د مخالفو سیاسي مشرانو یوې ډلې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا راپور د طالبانو د توکمیز تبعیض او توکمیز ظلم ښکارندويي کوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا په یوه بیانیه کې چې د سه شنبې په ورځ د جوزا ۲۳ مه خپره شوه، اعلان وکړ د امنیت شورا د مجازاتو د کمېټې د تحليل او څارنې ډلې راپور د طالبانو د چلند په څېړلو سره د طالبانو ظلم، قومي تبعیض او توکمپالنه ښيي، چې دا ډله به بدله نه شي.