د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بخښنې نړیوال سازمان په پای کې د اسراییلو د جنایتونو په وړاندې خپله چوپتیا پای ته ورسوله او په یوه خوله یې اعتراف وکړ چې اسراییل د می په لومړیو کې په غزه کې جنګي جنایتونه کړي دي.
یورونیوز په یوه راپور کې راغلي چې د بښنې نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ وویل: اسراییل د تیرې می میاشتې په وروستیو کې د غزې په تړانګه کې په وروستۍ شخړه کې د فلسطینیانو د کورونو په غیرقانوني ویجاړولو سره چې زیاتره یې له کوم پوځي اړتیا پرته ترسره شوي، د ډله ایزې سزا د جرم مرتکب شو