د نجونو او ښځو پر زده کړو د پراخو بندیزونو له لګولو او له یونیسف پرته د پوهنې په برخه کې د ټولو نړیوالو بنسټونو د فعالیتونو له بندیدو وروسته، سرپرست حکومت په کابل کې د کتابونو د نندارتون په جوړولو سره د عامه افکارو د غولولو په لټه کې دی.
معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو د بهرنیو موسسو د تعلیمي فعالیتونو د ممنوعیت په اړه له پراخو داخلي او بهرنیو غبرګونونو وروسته په کابل ښار کې د کتابونو یوه اوونیزه نندارتون جوړه کړی دی.