د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده په یوه نوي حکم کې د خپل حکومت تر کنټرول لاندې د ۱۲ څانګو په مشرتابه کې د بدلون اعلان کړی دی.
ذبیح الله مجاهد دغه امر د یکشنبې په ورځ (د جوزا ۲۱مه) په خپله ټویټر پاڼه کې خپور کړ؛ د دغه حکم له مخې، مولوي صبغت الله د پوهنې وزارت د مالي مرستيال، مولوي عبدالله د کورنيو چارو وزارت د ماليې وزير او مولوي فيض الله د پکتيکا د والي په توګه ټاکل شوي دي.