تحلیل سیاسی 21 جوزا 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ښځو زده کړه؛ د افغانستان واقعیت یا د طالبانو محدودیت

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وايي چی دا ډله د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه له نړۍ سره اختلاف لري. سهیل شاهین وویل، طالبان غواړي د ښځو د تعلیم مسله د اسلامي اصولو په رڼا کې حل کړي، خو د نړیوالې ټولنې شرایط د دې ډلې لپاره د منلو وړ نه دي. دغه طالب چارواکي د افغانستان له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې له بهرنیانو سره د دوی په ناستو کې لیدل کېږي چې نړیواله ټولنه ورو ورو د افغانستان واقعیتونه مني. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو له دې وړاندې ویلي وو، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته به د یوه ځانګړي پلان له مخې د زده کړو زمینه برابره کړي، خو د ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ تړلې تر ۶۰۰ ډېرې ورځې تېرې شوې، خو په دې اړه هېڅ اقدام نه دی شوی. تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و، چې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني کندهار ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو له مشر هبت الله اخندزاده سره کتلي او د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. د سهیل شاهین په وینا، اوس مهال د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو خبر نشته او دا باید د “اسلامي اصولو” پر بنسټ جوړ او عملي شي. د طالبانو حکومت ته زموږ پوښتنه دا ده، چې دا اصول به چېرته او څنګه پلي کېږي؟ ایا موږ باید انتظار وکړو چې په دې مسله کې کوم وحی نازل شي یا حکومتي چارواکي د ښځو د زده کړې مسلې د حل لپاره د کوم میکانیزم څخه الهام واخلي؟ ښاغلي شاهین وویل، چې له بهرنیانو سره د ښځو د زده کړو په اړه د نظر اختلاف شته، په داسې حال کې چې ټولو اسلامي هېوادونو د ښځو پر زده کړو د بندیز پر وړاندې خپله اندېښنه او احتجاج کړی دی. طالبان په دې باور دي چې د ښځو پر زده کړو د بندیز لګولو په اړه د دوی ټینګار نتیجه ورکړې او د دې لامل شوی چې نړیواله ټولنه دې حقیقت ته غاړه کېږدي او ومني. دا ذهنیت دوی ته دا هوډ ورکوي چې د ښځو په برخه کې خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي او څوک د دوی د کار په وړاندې د خنډ په سترګه ونه ګوري. په داسې حال کې، چې د طالبانو له خوا پر ښځو د بندیزونو له لګېدو نږدې دوه کاله تېرېږي، خو په دې برخه کې د طالبانو له لوري کوم ځانګړی پلان او اقدام نه دی شوی. نړیوالې ټولنې هم دا واقعیت لیدلی او یوازې د افغانستان له ښځو سره یې خواخوږي ښودلې ده. په داسې حالت کې تر ټولو زیات تاوان هغو کسانو ته چی رسیږي د افغانستان نجونې او ښځې دی چی د ژوند پانګه یې د احتمالي ملحوظاتو له امله ضایع کیږي. داسې ښکاري چې طالبان د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانستلو پلان نه لري، یا لږ تر لږه دا تمه په نږدې راتلونکي کې نه شي پوره کېدای. دوی په کلکه په خپلو پالیسیو ټینګار کوي او په دې برخه کې هر ډول خبرو اترو او بدلونونو ته سترګې پټوي چی د دیني مسایلو او لویو ملي مسایلو په اړه د ګډ تفاهم نشتوالی د دې لامل کیږي چې د دولت او خلکو او همدارنګه د نړیوالې ټولنې تر منځ واټن پراخ شي او تفاهم او تعامل ستونزمن کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *