د بدخشان ولایت په فیض اباد ښار کې د پیغمبر په جومات کې د فاتحې پر مهال د چاودنې له امله په بدخشان کې د طالبانو د لوړ پوړي قومندان مولوي صفي الله په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ چاودنه د طالبانو د والي د مرستیال مولوي نثار احمد د فاتحې پر مهال شوې، چې دوه ورځې وړاندې په یوه برید کې ووژل شو.