د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال ویلي دي چې د کانګرس ټول غړي او د امریکا خلک باید هغه پټ پیغام وڅیړي چې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه استول شوی و.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ښاغلي مک کیل په هغه لیک کې ټینګار کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یې د دوشنبې په ورځ د جوزا په ۸ مه استولی دی چی “زه له تاسو څخه په کلکه غوښتنه کوم چې سم کار وکړئ او د کمیټې ټولو غړو او امریکایی خلکو ته اسنادو ته لاسرسی چمتو کړئ.