د ایران د کورنیو چارو وزیر د ایران او افغانستان د پولې د کړکېچ او ارزونې په اړه وویل چې دا شخړه یوه لنډه شخړه وه چې وروسته حل شوه او له افغان لوري سره خبرې اترې وشوې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایسنا خبري رسنۍ د راپور له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالو په اړه ویلي دي په دې پېښه کې د افغان پوله ساتو ځواکونو له خوا ډزې شوې دي. او په طبیعي توګه، د دوی ځواب په مناسب ډول ورکړل شو.