هالنډي رسنیو ویلي چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ راهیسې لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومان د مهاجرو د استوګنې له مرکزونو ورک شوي دي.
هالنډۍ ورځپاڼې “الجیمین ډګبلاد” د کډوالو د راستنولو د ادارې په حواله راپور ورکړی چې په ۲۰۲۲ کال کې ۴۴۴۹ بې سرپرسته ماشومانو په هالنډ کې د پناه غوښتنه کړې ده.