د ماین پاکۍ او همغږۍ ریاست اعلان کړی، چې د روان کال له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې د ماین چاودنو له امله ۱۷۰ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي. د دغو پېښو ډېری قربانیان ماشومان وو.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ماین پاکۍ د همغږۍ رئیس نورالدین رستمخېل وویل:«تر اوسه د ۸۵ پېښو شاهدان یو چې په پایله کې ۴۶ نارینه وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان شوي او ۱۸ ښځې وژل شوي او ۲۷ نورې ټپیانې شوي دي. په دې شمېر کې ۱۲۳ ماشومان هم قرباني شوي دي.