د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د چین له سفیر وانګ یو سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان حکومت له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او تفاهم لاره غوره کړې او له نورو هېوادونو سره په ښو اړیکو باور لري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن (سه شنبه د جوزا ۲مه) یوه اعلامیه خپره کړه او د چین د سفیر په حواله یې لیکلي: «د هېوادونو پرمختګ په ازاد او خپلواک چاپېریال کې ممکن دی او اوس په افغانستان کې شرایط برابر شوي دي.