اوچا اعلان کړی چې په 2023 کال په هیواد کې له 20.3 ملیون څخه ډیر زیان منونکي خلک په بیلابیلو سکتورونو کې محافظتي خدماتو او مرستې ته اړتیا لري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر – OCHA نن (د جوزا ۲مه) په یوه ټویټ کې د “ملکي وګړو د خوندیتوب اونۍ” په مناسبت اعلان وکړ چې په 2023 کال په هیواد کې له 20.3 ملیون څخه ډیر زیان منونکي خلک په بیلابیلو سکتورونو کې محافظتي خدماتو او مرستې ته اړتیا لري. په مختلفو څانګو کې د ساتنې خدمتونه او مرستې ته اړتیا ده.