د ایران د اسلامی جمهوریت د اربعین کمپ مرکزي دفتر مشر وویل، عراق ته د سفر لپاره به غیر ایرانی اتباعو ته پنځه کلن پاسپورټ ورکړل شی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر او د ایران د اسلامي جمهوریت د اربعین د مرکزي دفتر لوی درستیز سیدمجد میراحمدی له خپل عراقي سیال سره له ګډې کتنې وروسته وویل: د غیر ایراني اتباعو په اړه، هر هیواد ته د سیلانیانو د ننوتلو لپاره د سرحدونو او ځایونو په اړه خبرې وشوې، خو د اسنادو په اړه چې موږ ورته اړتیا لرو، پریکړه وشوه چې په راتلونکو غونډو کې به اړین تصمیمونه ونیول شي او وروستۍ موافقه به په راتلونکو غونډو کې وټاکل شي.