د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د قطري چارواکو له خوا طالبانو ته د پیغامونو د استولو راپورونه رد نه کړل.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د افغانستان په اړه له امريکا سره د قطر د همکارۍ په اړه د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې وويل، چې جګپوړي امريکايي چارواکي په منظم ډول له خپلو قطري سيالانو سره د افغانستان د ډېرو ستونزو د هواري په اړه خبرې کوي.