د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دایکندي ولایت له یو شمېر مخورو سره وکتل او اعلان یې وکړ چې د دوی ستونزې به له اړوندو بنسټونو سره شریکې کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې د دایکندي خلک د عدالت د پلي کېدو او له فساد او ناامنۍ سره د مبارزې له امله د طالبانو له واکمنۍ راضي دي او غواړي چې د لیرو پرتو سیمو خلک هم عامه خدمتونو ته لاسرسی ولري.