طاهر زهیر وویل، افغانستان یو داسې هېواد دی چې بېلابېل قومونه، کلتور، ژبه، دود، عادات او مذهبونه لري او د طالبانو لپاره اړینه ده چې د پخوا په پرتله د قومي پیوستون او ملي یووالي میکانیزم پیاوړی کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د تېر حکومت وزیر او والي طاهر زهیر چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو پر وړاندې له مقاومت لاس اخیستی، په خپله لومړنۍ رسنیزه اعلامیه کې ویلي چې په تیرو کلونو کې د طالبانو په وړاندې د “پراخه منفي پروپاګند” په پام کې نیولو سره، په دې ډله کې د تعامل او باور سره مقابله “یو څه ستونزمن ښکاري”.