افغانستان 21 ثور 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د ايران له سفير سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقاني نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ايران له سفيرحسن کاظمي قمي سره وکتل.

د ياد وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د افغان کډوالو د کوربه توب له کبله د ايران د حکومت او ولسونو څخه مننه وکړه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست همدارنګه په ايران هېواد کې د افغان کډوالو په اوسني وضعيت، شته ستونزو ، کډوالو ته د لازمو اسانتياوو په برابرولو، بيت الله شريف ته د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره په ايران کې د ميشتو افغانانو د لېږد او په ياد هېواد کې د کډوالو د نويو اتشو د کاري بهير د پيلولو په اړه خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ايران سفير حسن کاظمي قمي ډاډ ورکړ، چې هېواد به يې افغان کډوالو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
د يادونې وړ ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست تر دې وړاندې هم په ايران او پاکستان هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د يادو هېوادونو له چارواکو سره ورته ناستې درلودې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *