د روسيې ولسمشر د نازي جرمني پر وړاندې په دويمه نړيواله جګړه کې د شوروي اتحاد د بريا د کليزې په مناسبت په خپله وينا کې وويل: روسان د اوکراين پر سر له لويديځ سره په يوه مقدسه جګړه کې متحد دي چې خامخا به د دوی په بريا پای ته رسيږي.
د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين په دوهمه نړيواله جګړه کې د روسي ځواکونو د بري د کليزې په مناسبت يوه وينا وکړه او پر اوکراین پوځي برید «د روسیې پر وړاندې د لویدیځ د هڅو پر وړاندې یو دفاعي اقدام» وباله او دا یې له هغه ننګونې سره پرتله کړه چې مسکو ورسره په ۱۹۴۱ کال کې د اډولف هټلر پر شوروي یرغل وکړ.