د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزیر اعلان وکړ چې ډېر ژر به په هېواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زده کړو زمینه برابره شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم اعلان وکړ چې ډېر ژر به په هېواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زده کړو زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه، د پوهنتونونو د تحصیلي نصاب چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به نړیوال نصاب جوړ شي.