د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د ترانسپورټ وزارت معین، د ګمرکونو عمومي مسؤل او مل پلاوي په کراچۍ کې د بندرونو له عمومي رئیس او اړوندو مسؤلینو سره ناسته وکړه.
د دغې ناستې په لومړي پړاو کې د افغانستان – پاکستان په سوداګريزو او ټرانزیټي مسایلو باندې هراړخیزې خبرې وشوې، او وروسته د کراچۍ په بندرونو کې د افغان سوداګرو ستونزې هم تر بحث لاندې ونیول شوې.
په ناسته کې افغان پلاوي هغه آسانتیاوې، چې د افغانستان په ګمرکونو کې د پاکستاني سوداګرو لپاره برابر شوي یادونه وکړه او هیله يې څرګنده کړه، چې پاکستاني لوري هم د افغان سوداګرو د اموالو په ټرانزیټي برخه کې آسانتیاوې برابرې کړي.
د دغه کتنې په پای کې دواړو لورو د تجارت او ټرانزیټ په برخه کې د یوه میکانیزم له لارې د ښو اړیکو او همغږۍ په رامنځته کولو هوکړه وکړه.