خبرونه 18 ثور 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

یوه چینايي فضايي بېړۍ له ۲۷۶ ورځو وروسته خپل اړین ماموریت بشپړ کړ او ځمکې ته راستنه شوه

د چین دولتي رسنیو په ډاګه کړې، چې د دوشنبې پر ورځ د چین یوه تجربوي فضايي بېړۍ په خپل مدار کې له ۲۷۶ ورځو پاتې کیدو وروسته بېرته ځمکې ته راستانه شوه او د فضايي تکنالوژۍ د ازمایښت لپاره یې یو مهم ماموریت بشپړ کړ.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دغه بې کسه فضایي بېړۍ د دوشنبې پر ورځ د چین په شمال لویدیځ کې د جیوچوان توغولو مرکز ته راستنه شوه.

د رویترز د راپور له مخې؛ په دې اړه بشپړ جزئیات  ورکړ شوي نه‌دي، چې دا فضايي بېړۍ څه وه، کومه تکنالوژي وازمویل شوه، څومره لوړه الوتنه یې وکړه او د ۲۰۲۲ کال د اګست په لومړیو کې یې فضايي  مدارله تر کم ځای رسېدلی دی. دغه راز یې انځورونه هم ټولو ته د لاسرسي وړ ندي.

د چین دولتي رسنیو دا هم په ډاګه کړې ، چې دا ازموینه د بیا کارونې وړ فضایي تکنالوژۍ په برخه کې د چین په څېړنه کې اړین پرمختګ په ګوته کوي، چې راتلونکي فضایي ماموریتونو ته د رسیدو لپاره به خورا اسانه او ارزانه لار چمتو کړي.

د چین په ټولنیزو رسنیو کې اټکل شوی، چې بیجینګ د امریکا د هوایي ځواک X-37B په څیر فضایي بېړۍ رامنځته کول غواړي، چې وکولی شي په خپلواکه فضایي مدار کې تر کلونو پاتې شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *