افغانستان 17 ثور 1402 - 1 کال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مولوي اميرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پاکستان ته د سفر په ترڅ کې نن له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو سره وکتل.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړوندو سياسي، اقتصادي ، سوداګريزو، ټرانزيټي اړیکو او په یادو برخو کې د لازمو اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه هراړخيزې خبرې وشوې.
د سرچينې د مالوماتو له مخې په دغه ناسته کې همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو او سوداګرو د اسانه تګ راتګ په تړاو هم اغېزمن بحثونه ترسره شول.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ پلاوي تر دې وړاندې هم له پاکستاني چارواکو سره بېلابیلې ناستې درلودې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *