د چین د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې یو ټول شموله توکمیز حکومت جوړ کړي او د ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنو ته ځواب ووایي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د چین د بهرنیو چارو وزیر چن ګنګ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو او د افغانستان د سرپرست حکومت په شتون سره په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې له طالبانو وغوښتل چی په افغانستان کې د ټولو توکمونو په شتون سره یو ټول شموله توکمیز حکومت جوړ کړئ او د ټولو توکمونو حقونو ته درناوی وکړي او د پاکستان په شمول د ګاونډیو هیوادونو امنیتي اندیښنو ته رسیدګي وکړي.