تاریخ انتشار: 17 ثور 1402 - 1 سال پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 4274

د چین د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

د چین د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې یو ټول شموله توکمیز حکومت جوړ کړي او د ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنو ته ځواب ووایي.