د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د پوځي بنسټونو د جوړولو پلان لري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ (د ثور ۱۵) په هند کې د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې امریکا هڅه کوي د افغانستان په شاوخوا کې خپل پوځي بنسټونه جوړ کړي