د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته او کله چې طالبان واک ته ورسېدل په دغه هېواد کې د بیان ازادي په پرله پسې ډول له ګواښ سره مخ شوې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بښنې نړیوال سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې طالبان باید د بیان ازادۍ ته د درناوي ژمنه وکړي او خبریالانو ته اجازه ورکړي چې په افغانستان کې په خپلواکه او خوندي توګه کار وکړي.