خبرونه 10 ثور 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په سودان کې جګړه د اوربند له ژمنو سره سره روانه ده

د جمعې پر ورځ د سودان په پلازمېنه خرطوم او ګاونډ ښار بحري کې د جګړې ښکېلو خواوو له اعلان شوي ۷۲ ساعته اوربند څخه سرغړونه کړې او ورسره د ټانک، توپچي او هوایي بریدونه بیا پیل شول.

رویترز څرګنده کړې، چې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د واک پر سر جګړه کې چې دوه اوونۍ مخکې پیل شوې او د دیموکراټیکو ټاکنو لپاره د نړیوال ملاتړ لیږد ګډوډوي؛ سلګونه کسان وژل شوي او لسګونه زره نور بې ځایه شوي دي.

جګړې په لویدیځ دارفور سیمه کې دوه لسیزې پخوانۍ شخړه هم راژوندۍ کړه، چې په دې اوونۍ کې یې ګڼ کسان ووژل.

په خرطوم سیمه کې ډزو او زورورو چاودنو د استوګنې سیمې ولړزولې او له بحري ښاره لوګی پورته شول.

د بحري ښار یوه اوسیدونکي محاسن ویلي، مونږ د الوتکو او چاودنو غږونه اورو. مونږ نه پوهیږو، چې دا دوزخ به کله پای ته ورسیږي. مونږ د وېره په حالت کې یوو.

د جګړې له کبله په ښار کې ډېري اوسیدونکي د خوراکي او سون توکو، اوبو او برښنا له کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، لږ تر لږه ۵۱۲ کسان وژل شوي او نږدې ۴۲۰۰ کسان ټپیان دي. په تېره اوونۍ کې د افغانستان په ګډون د نړۍ حکومتونو خپل دیپلوماتان او اتباع خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.

د چټک ملاتړ ځواکونو پر پوځ تور لګولی، چې له اوربنده یې سرغړونه کړې او پر اډو یې هوايي بریدونه کړي دي؛ خو پوځ د چټک ملاتړ ځواکونه له اوربنده پر سرغړونه تورنوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *