خبرونه 09 ثور 1402 - 1 کال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

په مسکو کې د افغانستا اسلامي امارت د لوی سفارت سرپرست د (ګډ امنیتي تړون سازمان) په امنیتي غونډه کې کډون وکړ

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت سرپرست جمال ناصر غروال د روان لمریز کال د غوايي په ۷مه، نېټه د (ګډ امنیتي تړون سازمان یا سازمان پیمان امنیت جمعي) د سکرتریت په رسمي بلنه د یاد سازمان په ځانګړې امنیتي غونډه کې ګډون وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه غونډه د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسایلو سربېره له اسلامي امارت سره د تروریزم او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د سیمې هېوادونو پر همکارۍ ټینګار او له افغانستان سره پر بشري مرستو بحث او خبرې اترې شوې دي.

ضیاء احمد زیاته کړې، چې په دې غونډه کې  جمال ناصر غروال د وینا پرمهال د هېواد پر سیاسي جوړښت، ډاډمن امنیت، د نا امنۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې سربېره د هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه هم خبرې کړي او د غونډې د ګډونوالو د اندېښنو په اړه یې هغوی ته ډاډ ورکړی دی.

په یاد سازمان کې دمګړۍ ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرقیزستان، روسیه او تاجیکستان غړيتوب لري او دا لومړی ځل دی، چې د افغان حکومت له لوري یو لوړ پوړی استازی د دوی په غونډه کې ګډون کوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *