د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوه خبري کنفرانس کې وویل: د طالبانو په رسمیت پېژندلو چاره د میز پر سر نه ده او په افغانستان کې زموږ لومړی لومړیتوب له ترهګرو ډلو سره مبارزه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پاټل اعلان کړی، چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو چاره د میز پر سر نه ده او پر دې موضوع به په قطر کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې هم خبرې ونه شي.