د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور زوی مصباح الله منصور په دې وروستیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د جنوب لویدیځ زون د مرکزي بانک د عمومي څارونکي په توګه ټاکل شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په داسې حال کې چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په دولتي ادارو کې د “چارواکو د زامنو” له کار کولو منع کړی و، سرچینې د طالبانو د پخواني مشر زوی د مرکزي بانک د جنوب لویدیځ زون د عمومي څارونکي په توګه د ټاکل کیدو خبر ورکړی دی.