د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ په خوست ولایت کې په یوه غونډه کې وویل چې د سوډان په جګړه کې ۱۲۰ تنه افغان اتباع بند پاتې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي اعلان کړی، چې د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې ۱۲۰ افغانان په جګړه کې بند پاتې دي او د هغوی د ژغورلو هڅې کوي.