په یوه ګډه مطبوعاتي اعلامیه کې چې ریاض ته د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په پای کې خپره شوه، د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل هرکلی وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له سوریې سره په دمشق او ریاض کې د دوه اړخیزو دیپلوماتیکو تاسیساتو د کار د پیلولو موافقه اعلان کړه او ویې ویل: دمشق او ریاض د قونسلګرۍ د خدمتونو د بیا پیلولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د بیا پیلولو هرکلی کوي