د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د څلورمې څلور اړخیزې غونډې له ترسره کېدو وروسته، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي ازبکستان ته تللی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د پنجشنبې په سهار د حمل په ٢٤مه، د يو لړ ټويټونو په ترڅ کې په دې غونډه کې د ګډون په موخه سمرقند ښار ته د اميرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د پلاوي د سفر خبر ورکړ