د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، په نړۍ کې ۱۲۹ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي، له زده کړو د نجونو محرومیت د توجیه وړ نه دی.
د معمار پرس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي “انتونیو ګوتریش” په خپله ټویټر پاڼه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې په ټوله نړۍ کې ۱۲۹ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي. ګوټریس په دوام وویل چې د نجونو د تعلیم او بشري حقونو په برخه کې پانګونه په راتلونکي کې پانګونه ده