افغانستان 20 حمل 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت په ټول هېواد کې متوازنې پراختیا او بیا رغونې ته ژمن دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د شمالي او مرکزي ولایتونو له یو شمېر مشرانو، ديني عالمانو او مخورو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د هېواد د ۱۶ ولایتونو قومي مشرانو او ديني عالمانو د اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده او هغه یې د ټولو افغانانو ګډ ټغر یاد کړ.

هغوی وویل، چې اوسني نظام ته خدمت د ټول ولس مسئوولیت دی او په دې برخه کې یې د خپلو  ولسونو د مرستو  ډاډ ورکړ.

راغلو کسانو پر پوهنیزو، روغتیايي او پراختیایي چارو کې په خپلو ولایاتونو کې د پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې شته ستونزې یې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې وویل چې د اسلامي امارت په بریا کې ټولو ولایتونو قرباني ورکړې او ټول د متوازن پرمختګ او بیا رغونې مستحق دي.

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي، د خپلو امکاناتو په نظر کې نیولو سره د ټولو افغانانو ستونزو ته رسیدګي وکړي او ولس له متوازن انکشاف څخه برخمن شي.

سرچینې همدرانګه وویل چې اسلامي امارت د هېواد تلپاتې پراختیا او انکشاف په موخه د سترو او متوسطو اساسي پروژو چارې پیل کړې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *