په منځني ختيځ کې د چين استازي وويل، نړيواله ټولنه بايد د فلسطين په اړه د مشروع اندېښنو په اړه لا زيات عاجل او ټينګ عمل وکړي او د فلسطين د خلکو لپاره واقعي ګامونه پورته کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په داسې حال کې چې نړيواله ټولنه د منځني ختيځ په سيمه کې د اسراييلي پوځ له خوا پر غزې او لبنان د بريدونو او له دواړو غاړو څخه په لسګونو توغندي تر بريدونو وروسته د منځني ختيځ په سيمه کې پرمختګونه له نژدې څاري چين له ټولو خواوو په تېره بيا له اسرائيلو وغوښتل چې له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د ستونزمن حالت د خرابېدو لامل ګرځي او له اغېزناکو هېوادونو څخه يې د مسووليت د منلو غوښتنه هم وکړه.