افغانستان 14 حمل 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د کندهار د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه لسګونه سرتېري فارغ شول

د کندهار ولایت د پوليسو د ښوونيز او روزنيز مرکز د عامه امن له کنډک څخه ۹۵ تنه سرتېري له څلوېښت ورځنیو زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د یادو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د کندهار ولایت سیمیزو چارواکو، د نظامي ادارو مسوولنیو، دیني عالمانو او سرتېرو ګډون کړی وو.

یادو سرتېرو ته عقیدوي، فکري، فن صلاح، تکتيکي او نظامي مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي.

ځايي چارواکو په خپلو ویناوو کې له تازه فارغو شویو سرتېرو څخه غوښتنه وکړه، چې تر لاسه کړې زده کړې د اسلامي نظام د پايښت، هېواد ساتني او د خلکو لپاره د ښه خدمت په لار کې عملي کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو مراسمو په پای کې فارغو شویو سرتېرو ته بري ليکونه او ښوونکو ته يې ستاینلیکونه ورکړل شول.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *