د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو پرله پسې نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر تېره شپه د حمل په ٩مه په خپل ټويټر کې ليکلي، چې وسله والو طالبانو د روان میلادی کال له پيل راهيسې د دې ډلې له تګلارو سره د مخالفت له امله يو شمېر مدني فعالان او خبريالان نيولي دي.