د امريکا د دفاع وزير يو ځل بيا له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو له څرنګوالي څخه دفاع وکړه او ويې ويل چې په دې اړه هيڅ افسوس نه لري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امريکا د دفاع وزير لويډ آسټن دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۲۹مه د دغه هېواد د استازو د جرګې د استماعیه غونډې په ترڅ کې وکړې چې د پنټاګون د ۲۰۲۴ مالي کال د بودجې د ارزونې لپاره جوړه شوې وه.