افغانستان 09 حمل 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ملا محمد فاضل مظلوم: اړوند مسوولين دې د صفونو تصفيې ته ډېره پاملرنه وکړي

د دفاع وزارت مرستيال ملا محمد فاضل مظلوم په کندهار کې د صفونو د تصفيې په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل، چې اړوند مسوولين دې د صفونو تصفيې ته ډېره پاملرنه وکړي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دغه غونډه کې مظلوم د زابل، هلمند، روزګان او دایکنډي ولایتونو  والیانو او نورو مسوولینو ته وویل، چې د امنیت لا ټینګښت او د صفونو تصفیې ته پوره پاملرنه وکړي او تر لاس لاندې ټولو کسانو ته د دندو د ښه ترسره کېدو په برخه کې زده‌ کړې ورکړي.

په یاده غونډه کې د کندهار مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک ترڅنګ، د هلمند، زابل، روزګان او دایکنډي ولایتونو والیانو د امنیت او د صفونو د تصفیې په برخه کې راپورونه شریک کړل او ډاډ یې وړاندې کړ، چې د صفونو تصفیې ته پوره پاملرنه کوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *