په امریکا کې په یوه لومړني ښوونځي کې د ډزو په پایله کې د دریو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا په ټینیسي ایالت کې د نیشویلا د پولیسو قومانداني ویلي چې په یوه ښوونځي کې د ډزو په پېښه کې د درې ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي. برید کوونکې ۲۸ کلنه ښځه وه او د پولیسو لخوا ووژل شوه