د طالبانو یوه جګپوړي غړي ویلي دي چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو پلان نهايي کیږي.
د معمار پرس د خبر له مخې، د پروان امنیه قوماندان عزیزالله عمر چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په غوښتنه کندهار ته راغوښتل شوی و، د امنیه قومندانانو په یوه غونډه کې سلام وطندار ته وویل د طالبانو مشر د ولایتونو له امنیه قومندانانو سره په لیدنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پر پرانیستلو، د اساسي قانون پر نه پلي کېدو او د شپې له خوا د کور په پلټنو ټینګار کړی دی