افغانستان 03 حمل 1402 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ځانګړې کمېټې د خصوصوي پوهنتونونو او ښوونځیو د ستونزو د حل په موخه غونډه وکړه

ځانګړې کمېټې د خصوصوي پوهنتونونو او ښوونځیو د ستونزو د حل په موخه غونډه وکړه کابل، د وري ۳مه، باختر

د اسلامي امارت د مشرتابه د مقام د ځانګړي استازي مولوي احمد جان بلال، په مشرۍ د خصوصي سکټور د ستونزو اورېدلو کمېټې مسؤلینو د خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو له استازو سره بحث او خبري وکړې.

په دغه ناسته کي، چي د مالیې وزارت په خیبر صالون کې ترسره شوه؛ د خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو استازو د مالیاتو ورکولو ته د ژمنتیا څرګندولو ترڅنګ، خپلې ټولې مالیاتي ستونزي، وړاندیزونه او حل لارې د کمېټې له مسؤلینو سره شریکې کړې او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د مالیې وزارت د ځانګړي کمېټې غړو، د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو پیاوړي کول د هېواد پیاوړتیا وبلله او د خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو د ملاتړ او پرمختګ په موخه يې د اړینو آسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

همدا راز ژمنه وشوه، چې د خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو لپاره د اړینو آسانتیاوو د رامنځته کولو سره به، یاد بنسټونه ولس ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو کې هم آسانتیاوې رامنځته کوي، تر څو غوره تعلیمي او تحصیلي خدمتونه وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چي ځانګړې کمېټه به یادې ستونزې او حل لارې د اسلامي امارت له اداري کمېسیون سره شریکي کړي او بیا به د تائید په موخه د مشرتابه محترم مقام ته وړاندې شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *