اوچا د ماشومانو د خوندیتوب د موسسې له خولې ویلي چې په افغانستان کې د نجونو له زده کړو د منع کولو دوام د ماشومانو د ودونو د خطر او د بې وزلۍ د زیاتوالي لامل کېږي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د پنجشنبې په ورځ (د حوت ۲۵مه) په یوه راپور کې ویلي، چې افغان نجونې باید د نوي ښوونیز کال په پیل کې له ۱۸ میاشتو محرومیت وروسته ښوونځیو ته د ستنېدو اجازه ولري.